په ونزوېلا کې د چپ اړخي ولسمشر نېکولاس مادورو پر ضد په پرونۍ مظاهره کې دوه زدهکوونکي او د هغه هېواد د ملي ګارډ یو غړی ووژل شو.
د اپوزېسیون ملاتړ کوونکو پرون د هغه هېواد په پلازمېنه کاراکاس او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او خپل دې اعتراض تهیې د "ټولو مارشونو مور" نوم ورکړی دی.
هغوی پر نېکولاس مادورو تور پورې کړ چې ډموکراسۍ تهیې زیان رسولی او هېواد یې د ګډوډیو لمنې ته اچولی دی.
ونزوېلا د جنوبي امریکا له هغو هېوادونو دی چې د تېلو زیاتې طبیعي زېرمې لري.
په کاراکاس کې پرون د مظاهره کوونکو شمېر سلګونه کسانو ته رسېدلی وو، ځکه د ولسمشر مادورو پلویانو هم د مخالفانو پر ضد لاریون وکړ.
په ونزوېلا کې دا په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو پراخې مظاهرې ګڼل شوې دي.
په پرونیو مظاهرو کې د مادورو د پلویانو او مخالفانو تر منځ نښتې هم وشوې.
د ونزوېلا ولسمشر ویلي چې دا مظاهرې پر هغه څه لږ اوښتي چې د اپوزېسیون له لوري د کودتا او په هغه هېواد کې د سوسیالیزم د پای ته رسولو هڅه وګڼل شي.
په ونزوېلا کې اپوزېسیون وايي چې ولسمشر مادورو په دیکتاتور بدل شوی او پر حکومتیې تور پورې کوي چې په خلکو کې د وېرې او تشدد پېدا کولو لپاره ملکي وګړي مسلح کوي.