چین خپله لومړۍ بار وړونکې فضايي بېړۍ الوزوي

د چین حکومت به نن خپله لومړۍ کارګو یا بار وړونکې فضايي بېړۍ چې له انسانه پرته پرواز کوي، والوزوي.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا وايي، دا کارګو سفینه به چې د چین حکومت "تیانژو-۱" یا "جنتي بېړۍ" بللې ده چې نن د کابل په وخت تر غرمې وروسته، د هغه هېواد له هینان ټاپو څخه والوزول شي.

دا فضايي بېړۍ به د چین فضايي لابراتوار "تیانګونګ -۲" ته واستول شي چې تېر کال دوو چینايي فضا نوردانو تقریباً یوه میاشت وخت تېرکړ.

دا د چین تر ټولو اوږدمهالی فضايي مأموریت و.

د سینهوا په حواله، د نننۍ کارګو سفینې پرواز د داسې دایمي فضايي سټېشن د جوړولو لپاره ډېر مهم رول لري چې انسان وخت په‎کې تېرولای او پاتې کېدلای شي.

چین اول وار په ۲۰۰۳ میلادي کال کې خپله اوله فضايي بېړۍ چې انسانان په‎کې سپاره وو، والوزوله او ۱۰ کاله وروسته‌یې فضانوردان پر سپوږمۍ راښکته شول خو هغه مأموریت‌یې زیاتې تخنیکي ستونزې لرلې.