ارګ: د ګرځندوی چارو وزارت د اړتیا پر اساس رامنځ ته شوی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ګرځندوی په چارو کې د دولت وزارت د اړتیا پر اساس رامنځ ته شوی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال نن ازادي راډیو ته وویل حکومت هیله لري چې د دغه پست او نویو طرحو په رامنځ ته کېدو سره به په هېواد کې د ګرځندوی فرهنګ پراختیا پيدا کړي او د سيلانیانو راتګ به زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر غلام نبي فراهي د ګرځندوی په چارو کې د دولت وزیر ټاکلی دی.

همداراز یې فیض‌الله ذکي د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو د وزیر په توګه معرفي کړی او فاروق وردګ‌یې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ټاکلی.