سنګري: ترینکوټ کې د طالبانو حمله په شاتمبول شوې

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د مرکز ترینکوټ اړوند د سوله سیمې پر امنیتي پوستو یې د وسله‌والو طالبانو د تېرې شپې حمله په شاتمبولې ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان غلام فاروق سنګري نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې حمله کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

ښاغلي سنګري زیاته کړه چې په نښته کې ملکیانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ويلي.