روسیې د شمالي کوریا د وروستۍ اټمي ازموینې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې اعلامیې مخه ونیوله چې دغه آزموینهیې په سختو ټکو غندلې وه او چینیې هم ملاتړ کړی و.
د ډیپلوماتانو په وینا پرون په وړاندیز شوې اعلامیه کې له شمالي کوریا په کلکه غوښتنه کېده چې نورې اټمي ازموینې ترسره نهکړي او د توغندیو توغول ودوري.
پیونګ یانګ د تېرې اوونۍ په پای کې هم د توغندیو یوه ناکامه ازموینه ترسره کړه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډیپلوماتانو وویل چې روسیې غوښتنه کوله چې په اعلامیه کې دې د مخکېنیو پرېکړهلیکونو هغه متن شامل شي چې یوه جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کوي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وویل، شمالي کوریا مسؤله ده چې د کړکېچ مخه ونیسي.