د پاکستان ستره محکمه د "پانامه" د فساد دوسیو په اړه پرېکړه کوي

په پام کې ده چې د پاکستان ستره محکمه نن د فساد د هغو ادعاو د دوسیې په اړه پرېکړه وکړي چې د پانامه په نوم له خپرو شویو اسنادو سره تړاو لري او کېدای شي په نتیجه کې یې د پاکستان صدراعظم نواز شریف خپله دنده له لاسه ورکړي.

نواز شریف هغه ادعا چې ګواکې ده غیر قانوني کار کړی رد کړې خو په دې اړه له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې تحقیقات روان دي.

دغه تحقیقات پر هغو شواهدو څرخي چې نواز شریف د خپلې کورنۍ له‌خوا بهر ته د میلیونونو ډالرو په ایستلو کې درواغ ویلي که نه؟

پنځه کسیز قضایي پلاوي د فبرورۍ په ۲۲مه ژمنه کړې وه چې په دې اړه به چې نواز شریف ته برأت ورکړي یا هغه له خپلې دندې لیرې کړي او که تحقیقیات دوام ولري، حکم صادر کړي.