د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال پر اټمي تړون سخت انتقاد وکړ ویېویل چې دغه تړون یوازې هغه هدف ځنډوي چې دا هېواد غواړي اټمي قدرت شي او ټولو هغو اندېښنو ته ځواب نهوایي چې په منځني ختیځ کې د تهران د روانو لمسونونو پر سر راپورته شوي دي.
ټېلرسن دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون د متحده ایالاتو ولسمشر امر وکړ چې د درې میاشتو په مخه دې دا وڅېړل شي چې د اټمي تړون له مخې له ایرانه لیرې شوي بندیزونه د امریکا له ملي امنیتي ګټو سره سم دي که نهدي؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې یوه ورځ مخکې کانګرس ته څرګنده کړه چې ایران د اټمي تړون پرېکړې تر اوسه عملي کړې دي.
په ۲۰۱۵م کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو تر منځ اټمي تړون وشو.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر پرون واشنګتن کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر ټرمپ د احتیاط لپاره د درېیو میاشتو په مخه د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې پرون ریاض کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وویل چې په منځني ختیځ کې چې هر ځای ستونزه ده تر شا یې ایران دی او هڅه کوي چې سیمه بېثباته کړي.