فاروق وردک پارلماني او نبي فراهي د ګرځندوی چارو کې وزیران شول

د افغانستان ولسمشر فاروق وردک په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او غلام نبي فراهي د ګرځندوی په چارو کې د دولت وزیر ټاکلي دي.

همداراز یې فیض‌الله ذکي د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو د وزیر په توګه معرفي کړی دی.

فاروق وردک د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت د پوهنې وزیر و.

فراهي پخوا په پارلماني چارو کې د دولت وزیر و او فیض‌الله ذکي چې د ملي جنبش له چارواکو څخه دی، پخوا د ترانسپورټ وزارت ته معرفي شوی و چې بیا یې د ولسي جرګې د باور رأیه ترلاسه نه‌کړه.