د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د مې په درېیمه واشنګټن ته ځي

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به د مې په درېیمه په واشنګټن کې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس کوربه وي.

دا لیدنه کتنه به په سپینه ماڼۍ کې وي او په‎کې به د منځني ختیځ د سولې پر بهیر خبرې وشي.

د ولسمشر ټرمپ د رسنیو برخې مسؤل شان سپایسر پرون وویل چې د امریکا ولسمشر او د فلسطیني ادارې مشر به د اسرائیل او فلسطینيانو تر منځ د کړکېچ د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.