"یو. اېس. اېډ" پوهنې وزارت سره د ۷۵ میلیونه ډالرو مرسته کوي

د امریکا د مرستو ادارې "یو. اېس. اېډ" د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د کتابونو د چاپ لپاره د ۷۵ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ازادي راډیو ته وویل چې دا ژمنه د عمومي تعلیماتو له مرستیال ابراهیم شینواري سره د چهارشنبې په ورځ د غونډې پر مهال وشوه.

ښاغلی بلخي زیاتوي:

"زموږ د عمومي تعلیماتو مرستیال د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې له استازو سره غونډه لرله، هغوی د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د کتابونو د چاپ لپاره ۷۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړل."

د پوهنې وزیر په وینا افغانستان په تېرو کلونو کې د کتابونو د چاپ لپاره ځانګړې بودجه نه‌لرله، همدا علت و چې د مرستندویه مؤسسو په مرسته به د زده‎کوونکو د شمېر په پرتله لږ کتابونه چاپېدل.

د پوهنې وزیر هیله‎مند دی چې د «یو. اېس. اېډ» په مرسته به روان کال د ژمي تر رارسېدو مخکې د راتلونکي کال کتابونه چاپ شي.