ضیايي: د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات لرو

د افغانستان د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې قومانداني وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې يې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات کړي.

د دغې فرقې قوماندان جنرال نصیر احمد ضیايي نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې يادې فرقې په تېر لمریز کال کې د کابل په شااوخوا سیمو کې ۱۸۵ چاڼیز عملیات ترسره کړي.

ښاغلي ضیايي زیاته کړه چې په روان کال کې هم په کابل کې امنیتي ګواښونو ته په کتو تدابیر او عملیات په پام کې نيول شوي.

د ۱۱۱ فرقې مسؤلین وايي، په کابل کې د امنیتي ستونزو د مخنیوي او د کابل ولایت اوسېدونکو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.