د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کې د اوکراین د غیر مقیم سفیر ویکتور نیکتیوک سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوامداره همکاریو ټینګار کړی.
په دغې ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا په ځانګړې توګه د امنیتي همکاریو په اړه خبرې اترې شوي.
د امنیت شورا لهخوا د رالېږل شوې اعلامیې له مخې د اوکراین سفیر د افغانستان سره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې چې اوکراین د افغانستان سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی.
د افغانستان د امنیت شورا سلاکار په دغې لیدنه کې په سیمه کې د ترورېزم په وړاندې پر مشترکې مبارزې او په دې برخه کې د اوکراین همکاري اړینه او مهمه بللې.