د تخار امنیتي مسؤلین وايي، د دغه ولایت د سرحدي پولیسو د دوهم کنډک رئیس ارکان پاینده خان د طالبانو په يو کمین کې وژل شوی او څلور نور پولیس ټپيان شوي دي.
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د تخار ولایت د ینګي کلا ولسوالۍ د چرسیانو په سیمه کې رامنځته شوې.
ښاغلي اسیر زیاته کړه چې وسلهوال مخالفین په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نهلري او يوازې غلچکي فعالیتونه او بریدونه کوي.
د هغه په خبره په تخار ولایت کې تر ډېره امنیت ټینګ دی او امنیتي ځواکونه پهکې ښه تلسط لري.