مسؤلین: سږ کال د تېر په پرتله زیاته مېوه او سبزي صادر شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، تېر کال د نورو کلونو په پرتله ډېره اندازه سبزي او تازه مېوه بهرته صادره شوې ده.

د دغې خونې د صنایعو او صادراتو د پراختیا رئیس میرزمان پوپل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېر لمریز کال ۱۳۸ زره ټنه تازه مېوه، ۱۵۸ زره ټنه سبزي او د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي د پاکستان او هندوستان په ګډون نورو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې د نورو کلونو په پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.

ښاغلی پوپل وايي، که چېرې له پاکستان او ځینو نورو هېوادونو سره د افغان سوداګرو ترانزیټي او ځینې نورې ستونزې حل شي، په روان ۱۳۹۶ لمریز کال کې به په زیاته اندازه سبزي او تازه مېوه بهر ته صادره شي.