پنس وايي د شمالي کوریا هرې حملې ته به قاطع ځواب ووایي

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو پرېکړه ونه‌ازمایي او ژمنه‌یې وکړه چې دوی به د هرې حملې په ځواب کې قاطع او اغېزمن ځواب ووایي.

پنس نن د «USS Ronald Reagan» یو اس اس رونالډ ریګن په نوم الوتکې وړونکې کښتۍ کې وویل چې شمالي کوریا د آسیا پاسیفیک هېوادونو د سولې او امنیت لپاره تر ټولو خطرناک او جدي ګواښ دی.

پنس وایي، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره به په پرله‌پسې ډول کار وکړي څو پر پیونګ یانګ اقتصادي او سیاسي فشار راوړي، پنس ټینګار کوي چې امریکا تل د سولې غوښتونکې ده، خو هغه خبرداری ورکړ چې د ده په وینا "سپر یا ډال ساتنه کوي او توره آماده" ده.

دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې شمالي کوریا د خپل یوه توغندي په آزمویلو بریالۍ نه‌شوه.

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیزونو او نړیوالو غبرګونونو سره سره خپل اټمي او د بالسټیک توغندویي آزموینې په دې وروستیو کلونو کې ډېرې کړې دي.