د خوست د عامې روغتیا چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د غیر قانوني کلینیکونو او درملتونونو د تړلو او په ښار کې د غیر معیاري او تاریخ تېرو درملو د راټولو کمپاین پیل کړی دی.
دوی زیاتوي دا کمپاین به تر هغه وخته دوام پیدا کړي، تر څو په یاد ولایت کې د افغان حکومت روغتیايي قوانین پر ټولو پلي شي او په دې برخه کې خلک د معیاري او اساسي خدمتونو څخه برخهمند شي.
نن چهارشنبه د خوست د عامې روغتیا د صحي قوانینو د بررسۍ ټیم د ښار په بېلابېلو ځایونو وګرځېد او یو شمېر هغه د غاښونو کلینیکونه، درملتونونه او د هغو ډاکترانو کتنځایونو پسې يې مهرلاک قلفونه واچول چې قانوني اسناد يې نهدرلودل او په خپل سر يې د ناروغانو معاینې او درملنې کولې.
د بررسۍ د یاد ټیم مشر ډاکتر جاوید ازادي راډیو ته وویل:
"هغه دواخانې، معاینه خانې یا کلینیکونه چې جواز نهلري، هغوی بندوو، هغه د غاښونو کتنځایونه چې پروتیز دي او د خلکو په خوله کې بېځایه مداخلې کوي دندهيې دا ده چې باید غاښونه جوړ کړي، خو دوی د ډاکتر دندې اجراء کوي، دا موږ بندوو، ځکه هغوی اکثره دا د غاښونو سامانونه نهتعقیموي، ځیني ساري امراض لکه «HBS» یا «HIV» د یو ناروغ نه بل ناروغ ته لېږدول کېږي."
یاده دې وي، د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دوی ته د اړوند وزارت او لويې څارنوالۍ له لوري په خوست ښار کې د دېرش بابه کلینیکونو، د ډاکترانو او غاښونو د کتنځایونو او غیر قانوني درملتونونو د بندولو امر رسېدلی چې په اړه بهيې اقدام وشي.