زابل چارواکي: چاودنې د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان وواژه

د زابل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان د يوه ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه ۱۱ نيمې بجې د شينکۍ ولسوالۍ اړوند د سيوري سيمې پر يوې پوستې بريد وکړ چې د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان سيف‌الله هوتک يادې ساحې ته د پوليسو د مرستې په هدف روان و چې پر لاره‌يې پر ټانک د ماين چاودنه وشوه.

نوموړي زیاته کړه:

"تېره شپه يو شمېر وسله‌والو مخالفینو د شینکۍ ولسوالۍ اړوند د سيوري په سیمه کې په څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې بیا د شینکۍ امنیه قوماندان د خپلو سرتېرو سره د مرستې په هدف حرکت وکړ چې پر ماین وربرابر شو، دې سره د شینکۍ امنیه قوماندان سیف‌الله هوتک او يو ساتونکی يې ووژل شول."

سیال زیاته کړه چې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ درې ساعته نښته وشوه چې په پایله کې یې مخالفین په شا وتمبول شول.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.