د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار پاکستان ته په خپل اول رسمي سفر کې له اسلاماباد څخه غوښتنه وکړه چې د ټولو ترورېستي ډلو په وړاندې يو شان مبارزه وکړي او په افغانستان کې د نيابت په هدف د ځينو ډلو کارول ودروي.
په پاکستان کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت پرون وويل چې اېچ، آر، مَکمَسټر له صدراعظم نواز شريف او لوى درستيز قمر جاويد باجوه سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې د ترورېزم د ټولو بڼو په وړاندې دې مبارزه وشي.
په همدې حال کې د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار هند ته هم د سفر په لړ کې د افغانستان د وضعيت، د وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې د ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.
مکمسټر تر دې مخکې په کابل کې د افغان حکومت له عالي رتبه چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.