ګُرجستان له دې هېواده بېلې شوې سیمې ابخازیا ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف پر سفر تُند انتقاد کړی.
له روسیې سره د اړیکو لپاره د ګُرجستان د صدراعظم ځانګړي استازي زوراب اباشيدزي "Zurab Abashidze" د سې شنبې په ورځ وویل، ابخازیا ته د لاوروف دوه ورځنی سفر د ګُرجستان له ملي حاکمیت سرغړاوی دی.
د ګُرجستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ډېوېډ جلاګانیا بیا ویلي چې "روسیه نړیوال اصول او قوانین له پامه غورځوي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ د ابخازیا له چارواکو سره وکتل او د هغې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون وکړ چې روسیهیې په ابخازیا کې خپل سفارت او قونسلګري بولي.
د ابخازیا د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ میلادي کلونو جګړه د ګُرجستان د مرکزي حکومت له واکه ووتله.
روسیې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له تیبلیسې سره له پنځه ورځنۍ جګړې وروسته ابخازیا او د جنوبي اوستیا په نوم بله بېلتون غوښتونکې سیمه د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندل.
خو د نړۍ یو زیات شمېر هېوادونه ابخازیا او جنوبي اوستیا د ګُرجستان برخې ګڼي.