کورن: ټول‌پوښتنه کې لاسوهنې د اردوغان د بریالیتوب چانس زیات کړ

په ترکیه کې د اروپا د انتخاباتي څارنې د مأموریت شورا یوې غړې ویلي چې د ترکیې په ټول‎پوښتنه کې ښايي په دوه نیم میلیونه رأیو کې لاسوهنه شوې وي.

دا ټول‎پوښتنه چې له مخې یې ولسمشر رجب طیب اردوغان کولای شي تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې واک کې پاتې شي، په‌کې د موافقو او مخالفو رأیو توپیر کم و.

د اتریش د پارلمان غړې الیف کورَن چې د اروپايي شورا د پارلماني اسامبلۍ د څارنې د مأموریت غړې هم ده، وايي په ترکیه کې د اپرېل د ۱۶مې نېټې د ټول‎پوښتنې په رأیو کې ممکنه لاس‎وهنې د اردوغان د بریالیتوب چانس تقریباً دوه چنده زیات کړ.

له "او. ار. اېف" په نوم راډیو سره مرکه کې کورَن همدارنګه وویل چې د حقیقي رأیو د شمېر په اړه هم پوښتنې راپورته شوي، دا ځکه چې د ترکیې قانون یوازې په رسمي پاکټونو کې رأیې مني، خو لوړپوړو چارواکو که څه هم د قانون خلاف و، پرېکړه وکړه چې د رأیو هغه پاکټونه هم مني چې رسمي مهر ونه‌لري.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان چې د ترکیې په دې ټول پوښتنه کې یې د څارنې جلا مأموریت ترسره کاوه هم ویلي چې انقره ورسره د رأیو په اړه درغلیو د ادعاو په څېړنه کې همکاري نه‎کوي.

د ترکیې مهم اپوزېسیون ګوند د ټول پوښتنې د نتایجو د باطلېدو غوښتنه کړې او په دې توګه‌یې د ترکیې د صدراعظم هغه غوښتنه رد کړې چې له ټولو سیاسي لورو یې غوښتي، څو د دې لانجمنې ټول‎پوښتنې نتایج ومني.