بادغیس چارواکي: قادس ولسوالۍ کې برید ۶ سیمه‌ییز پولیس وژلي

د بادغیس چارواکي وايي، پرون سې شنبه د قادس په ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو په یوه برید کې شپږ تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند ازادي راډیو ته وویل چې برید د پولیسو پر یوه رنجر موټر شوی دی.

ښاغلي بهاند وویل:

"د قادس-قلعه‎نو تر منځ لاره کې د خیرخانې په سیمه کې د پولیسو پر موټر د راکټ برید شوی، د سیمه‌ییزو پولیسو شپږ تنه زړور سرتېري شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي."

د بادغیس د والي ویاند زیاته کړه چې له دې پېښې وروسته په سیمه کې له بریدګرو طالبانو سره یو ساعت جګړه شوې چې هغوی له سیمې تښتېدلي دي.

وسله‎والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه‎ده کړې.