د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د ولسمشر اشرف غني لهخوا له دندې څخه د احمد ضیا مسعود د لیرې کېدو په اړه له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هېڅ ډول سلا مشوره نهده شوې.
ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې خپل فوقالعاده استازی احمد ضیا مسعود له دندې لیرې کړ.
د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د احمد ضیا مسعود د لیرې کېدو په موضوع کې چې د اداري اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی و، له اجرائیه رئیس سره نهیوازې دا چې هېڅ ډول سلا مشوره نهده شوې، بلکې اجرائیه رئیس د رسنیو له لارې له دې پرېکړې خبر شو."
تر دې مخکې خپله احمد ضیا مسعود د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري له دندې د لیرې کېدو په عکسالعمل کې ویلي وو چې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو د کتبي ژمنو له مخې هېڅڅوک نهشي کولای چې دی له دندې لیرې کړي.
خو د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینهپال پرون د ښاغلي مسعود له دې څرګندونو وروسته یو وار بیا ټینګار وکړ چې احمد ضیا مسعود په ورسپارل شویو چارو کې بریالی نهو او لکه څنګه چې د ولسمشر د یو فرمان پر بنسټ ټاکل شوی و، د ولسمشر د فرمان پر بنسټ له دندې لیرې شوی دی.