جاهد د فاریاب د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي، فاریاب ته د سفر په ترڅ کې به له سیمه‌ییزو چارواکو سره په ګډه په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو پر لارو چارو غور وکړي.

ښاغلي جاهد چې د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د یوه پلاوي په مشرۍ د فاریاب مرکز میمنې ته ورسېد، خبریالانو ته‌یې د خپل سفر د هدف په اړه وویل:

"زموږ د سفر هدف دا دی چې د کورنیو چارو وزارت د رئیسانو د یوه ټیم سره د فاریاب ولایت د امنیتي او عمومي وضعیت د ارزولو لپاره راغلي یوو، دلته له ولایتي چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ګورو او د خپلو پولیسو د پیاوړتیا پر لارو چارو کار کوو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې فاریاب ته به‌یې سفر په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو سبب شي.

د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ دغه لوړپوړي دولتي هیئت په داسې حال کې فاریاب ته سفر کوي چې د دې ولایت اوسېدونکي وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې دغلته ګوندي اختلافات له یوې خوا او د حکومت د وسله‎والو مخالفینو فعالیتونه له بلې‎خوا د نا امنیو د زیاتېدو سبب شوي دي.