د ترکيې ختیځ کې د پولیسو یوه هلیکوپټر غورځېدلې

د ترکيې پولیسو یو هلیکوپټر چې ۱۲ کسان په کې سپاره وو ،نن د دې هېواد په ختیځ کې وغورځېده.

سیمه اییزو چارواکو ویلي هلیکوپټر له پرواز ۱۰ دقیقې وروسته لادرکه شوه.

مقاماتو ویلي په سپرلیو کې ۷ سرتېري، یو قاضي، یو سرتېری او درې د عملې کسان شامل وو.

ویل کېږي چې دا پېښه شاید د هوا د خرابوالي له امله شوې وي.

د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي خو په هوا کې د لړې له امله يې عملیات له ستونزې سره مخ شوي دي.