کرنې وزارت: د افغانستان ۸۰سلنه ساحو ته حیواني خدمات رسېدلي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، اوس د هېواد ۸۰ سلنه ساحو ته حیواني خدمات رسېدلي او د دغه وزارت د نویو پلانونو په پلي کېدو سره به دغه خدمات نور هم پراخ او معیاري شي.

یاد چارواکي وايي چې په دغو خدماتو کې د حیواني ناروغیو مخنیوی، درملنه او د حیواني ناروغیو قرنطین کول شامل دي.

د دغه وزارت مسؤلینو دا خبرې د سې شنبې په ورځ په کابل کې، د ټول هېواد د حیواني کلینیکونو د خدمتونو د یو شان کولو په ملي کنفرانس کې وکړې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د مسلکي معینیت سرپرست حمدالله همدرد وویل، په وروستیو کلونو کې د شته کلینیکونو د فعالیتونو په نتیجه کې د حیواناتو په ناروغیو او مړینه کې د پام وړ کمی راغلی او د نوي پلان په پلي کېدو سره به د څارویو او چرګانو د روزلو او پاللو اړوند ډېرې ستونزې هوارې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر اوسه پورې په ټول افغانستان کې ۱۳۲۰ کلینیکونه لرو، کوښښ باید وکړو چې د سمون په لوري لاړ شو، په سیسټم کې باید منظم ریفورم راولو او کله چې دا بدلون راولو، کولای شو چې ښه خدمتونو وړاندې کړو، یو ځانګړی سیمه‌ییز واحد باید وپېژندل شي، تر څو په هماغه یو واحد ټول اتکا وکړو، تمویل او پلی یې کړو."

ښاغلي همدرد وویل، تر اوسه په هېواد کې د خصوصي سکټور، مالدارو او ځینو مؤسسو له‌خوا، د حیواناتو او چرګانو د روزلو او پاللو لپاره بېلا بېل موډلونه پلي شوي چې ښه اغېز یې نه‌درلود.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلینو دا هم وویل، په هېواد کې د څارویو شمېر څه باندې ۴۰ میلیونه اټکل شوی چې په هره ولسوالۍ کې ورته یو مرکز پرانیستل شوی او د وترنرۍ د کارکوونکو له‌خوا یې درملنه کېږي.

مسؤلینو دا هم وویل، په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د څارویو او چرګانو د روزلو او پاللو زرګونه لوی او واړه فارمونه جوړ شوي چې په زرګونه خلک په‌کې په کارونو بوخت او محصولات‌یې هم زیات شوي دي.

د دوی په خبره افغانستان د پسونو او چرګانو د غوښو د وړاندې کولو په برخه کې پر ځان د بسیاینې خوا ته نېږدې شوی دی.

د کرنې او مالدارۍ د چارو پوهان وايي، د دې لپاره چې د هېواد ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته حیواني خدمتونه ورسېږي، دولت ته په کار ده چې په دې برخه کې د خصوصي سکټور مرستې جلب کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې میرویس خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل:

"یوازنۍ ستونزه چې دولت‌یې لري په تشکیلاتو کې ده، نه‌شي کېدای چې د دوې وترنر، د ترویج مأمور او کارکوونکی ټولو ته رسېدنه وکړي، همدارنګه د امنیت او بودجې نه‌شتون بله ستونزه ده، نو که چېرې دولت دغه پروګرامونه له خصوصي سکټور سره همغږي کړي، ګروپونه جوړ او د خدمتونو د رسولو لپاره کوپراتیفونه رامنځته کړي، په نېږدې راتلونکي کې به په دغې برخه کې ډېر کار شوی وي."

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د افغانستان څه باندې ۸۰ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او لوی اکثریت‌یې خپلې چارې تر ډېره ځایه په دودیزو وسایلو پر مخ بیايي.

کارپوهان وايي، افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره ډېرې زمینې لري او که دولت ورته اسانتیاوې برابرې کړي، دا هېواد به په لږه موده کې د غلو، دانو، غوښو او د حیواني محصولاتو له واردولو خلاص شي.

د افغانستان جمهور رئیس ویلي چې د افغانستان د کرنې پراحتیا او معیاري کول، د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او د دې لپاره‌یې ګټور پلانونه ترتیب کړي چې په پلي کېدو یې لاس پورې شوی دی.

راپور: خان محمد سیند