لسګونه مظاهره‌چیانو د خوست ګردېز لار د ترافیکو پر مخ تړلې

د پکتیا په مرکز ګردېز کې لسګونه کسانو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د خوست ګردېز لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

مظاهره کوونکي وايي چې دولت د دوی په ساحه «بنوزیو» کې د یو شهرک د جوړولو پلان لري.

خو د دغه ولایت مرستیال والي عبدالولي صحیح ازادي راډیو ته ویلي چې د مرکز اړوند د بنوزیو سیمه په دولت پورې اړه لري.

نوموړی وايي، د پکتیا ولایتي اداره د خپل انکشافي پلان له مخې غواړي په دغې سیمه کې یو ښارګوټی جوړ کړي او د سیمې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ویلو ده چې د پکتیا د مرکز اړوند د بنوزیو اوسېدونکي او سیمه‌ییزه اداره له تېرو لسو کلونو راپه دې‌خوا د دغې ځمکې پر سر چې ۴۳۰۰ جریبو ته رسېږي په لانجه اخته دي.