د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې نن تر مازیګره په انتخاباتو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې کمېټه د خپل کار پایلې له کمېسیون سره شریکې کړي.
د دې کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دې کمېټې خپل کارونه پخوا خلاص کړي دي.
دی زیاتوي:
"دې کمېټې تېره ورځ هم له موږ سره ملاقات درلود، دوهم ګرافيې شریک کړ نن انشاءالله تر دوه بجو وروستی راپور له موږ سره شریکوي."
ښاغلي صیاد هیله څرګنده کړه چې هڅه کوي د روانې میلادي میاشتې تر پایه د اننتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه کمېسیون د مسؤلینو په وینا تر دې دمه لا نړیوالې ټولنې د ولسي جرګې او ولایتي شورا د راتلونکي انتخاباتو لپاره مالي مرسته نهده معلومه کړې او له بله خوا دا کمېسیون هم له مالي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.