هرات کې د اورلوبې پر مهال درې تنه ټپیان شوي

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي په دې ولایت کې د اورلوبې په مراسمو کې د غیر مسؤله کسانو له‌خوا د ډزو له امله درې تنه ټپيان شوي دي.

دا مراسم تېره شپه د حمل د ۲۹مې په مناسبت چې د مجاهدینو د بریا له نېټې سره برابره ده په ویاړ برابر شوي وو.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي د ډزو غږونه له کورونو اورېدل کېدل چې له امله‌يې درې تنه ټيپان شوي دي.

نوموړی وايي، د پېښې په تور يې درې تنه نیولي دي.