د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ګوښه کړل شوی استازی احمد ضیا مسعود وايي چې ولسمشر د ده د ګوښه کولو صلاحیت نهلري او باید خپل دغه فرمان بېرته واخلي.
احمد ضیا مسعود ګواښ کوي چې ولسمشر په دې کار سره سیاسي بېثباتۍ او کورنۍ جګړې ته زمینه برابروي.
ښاغلي مسعود نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ملي وحدت حکومت له ټولو سیاسي ډلو جوړ دی او دا جوړ جاړی هم د کتبي هوکړو له مخې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ښې حکومتوالۍ په برخه کې خپل ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود د یوه فرمان په ترڅ کې تېر ماښام چې د ملي ټلوېزیون له لارې خپور شو ګوښه کړ.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینهپال ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی مسعود په خپلو کارونو کې د پاتې راتللو له امله د ولسمشر لهخوا ګوښه شوی دی.