د نورستان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د پولیسو او وسلهوالو طالبانو په نښته کې د دغې ډلې یو قوماندان وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم تېر ماښام ناوخته ازادي راډیو ته وویل، تېر ماښام د دغه ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې ملي پولیسو وسلهوالو طالبانو ته کمین نیولی و په ترڅ کې يې د وسلهوالو طالبانو یو قوماندان وژل شوی او دوه ملګري یې ټپيان دي.
هغه ویلي، د وژل شوي طالب قوماندان جسد پولیسو سره دی او دوه ټپیان وسلهوالو مخالفینو له ځان سره انتقال کړي دي.
هغه وویل په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.