د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته خبرداری ورکړ چې خپل چلند سم کړي.
ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د شمالي کوریا مشر ته څه پیغام لري، دا خبره وکړه.
تر دې مخکې د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې وویل چې د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا د ستراتیژیک صبر کاسه نوره ډکه شوې ده.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې چین به پر شمالي کوریا له خپل فوقالعاده نفوذه په ګټې دا هېواد اړ کړي چې خپل اټمي فعالیتونه بند کړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وویل واشنګټن غواړي د شمالي کوریا په مسئله کې بدلون وویني.