د سن پټرزبورګ بمي حملې په تړاو نهم مشکوک شخص هم نیول شوی

روسي امنیتي اجنټانو د سن پټرزبورګ ښار د مټرو د وروستي بمي حملې په تړاو نهم مشکوک شخص نیولی دی.

«اېف اېس بي» امنیتي ادارې په یوې اعلامیه کې وویل، ۲۷ کلن عظیموف اخرالوېچ د دوشنبې په ورځ د مسکو په اودینتسووف سیمه کې ونیول شو.

روسي مقامات وايي، اخرالوېچ د منځنۍ اسیا د سیمې وګړی دی او پرې شک دی چې د سن پټرزبورګ مټرو کې د شوي ځانوژونکې چاودنې عامل‌يې روزلی دی.

روسي امنیتي چارواکو ویلي، د سن پټرزبورګ په مټرو کې ځانمرګي برید کوونکي ۲۲ کلن اکبر جان جلیلوف په ازبکستان کې زېږېدلی روسي وګړی و.

تر اوسه پورې کومې ډلې د سن پټرزبورګ ښار د برید مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخیستی.