تاجک چارواکي: پر اچین بمي برید کې یو تاجک وسله وال هم وژل شی

د تاجکستان امنیتي چارواکي وايي، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د امریکا د پوځ د تر ټولو لوی بمي برید په ترڅ کې هغه تاجک وسله‎وال هم وژل شوی دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له داعش سره یوځای شوی و.

د تاجکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته پرون دوشنبه وویل شیر محمد سفروف په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز په وروستي بمي حمله کې وژل شوی دی.

تاجک چارواکی وايي، سفروف په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په بدخشان ولایت کې و او هم هغه مهال له داعش سره د یوځای شویو تاجکانو مشر ټاکل شوی و.

د تاجکستان حکومت وايي، د اچین بمبارۍ کې د ۱۱ نورو تاجک اتباعو د وژل کېدو راپورونه هم څېړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په اچین کې د داعش پر ضد د تر ټولو لوی غیر اټمي بم یا د امریکا د پوځ په اصطلاح د ټولو بمونو د مور بم په حمله کې یو شمېر ازبک وسله‎وال هم وژل شوي دي.