غور کې دوه کسان داعش ته د خلکو د جذبولو په تور نیول شوي

په غور ولایت کې دوه کسان داعش ډلې ته د خلکو د جذبولو او وسله‎وال فعالیت ته د هڅولو په تور نیول شوي دي.

د غور امنيه قوماندان غلام مصطفی محسني پرون ازادي راډیو ته وویل، دا دوه کسان د نیمروز او هرات اوسېدونکي دي او د غور خلکو ته‌يې د داعش په ګټه تبلیغ کاوه.

نوموړي ویلي نیول شویو کسانو غوښتل له فیروزکوه څخه بالامرغاب ولسوالۍ ته لاړ شي خو امنیتي کشفي ادارو ونیول او دا مهال عدلي او قضايي ارګان ته سپارل شوي دي.