پاکستاني چارواکي: د "TTP" ویاند ملګرو سره حکومت ته تسلیم شوی

د پاکستان پوځ د داخلي چارو او عامه اړیکو مشر وايي، د ټي ټي پي یا د تحریک طالبان پاکستان ویاند له یو شمېر نورو طالب مشرانو سره یوځای حکومت ته تسلیم شوی دی.

جنرال اصف غفور د دوشنبې په ورځ راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل:

"غواړم تاسو سره دا معلومات شریک کړم چې له فعالیت منع شويو ډلو پاکستاني طالبانو او جماعت‌الحرار ډلې ویاند احسان‌الله احسان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی. هغه یوازې نه‎دی راتلونکي کې به هم وګورئ چې دا شان معلومات له تاسو سره شریک کړو."

جماعت‌الحرار وسله‎والې ډلې پېښور کې پر یوه ښوونځي د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډله‌ییزې حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې په نتیجه کې يې ۱۴۷ کسان چې زیاتره زده‎کوونکي وو، ووژل شول.

د پاکستان یو استخباراتي چارواکي چې خپل نوم‌يې نه‎دی یاد کړی د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې احسان‌الله احسان یو مستعار نوم دی او د تحریک طالبان پاکستان او جماعت‌الحرار ډلې مختلف ویاندویان له دې نوم ګټه اخلي.

د دغې سرچېنې په وینا کوم شخص چې پاکستاني ځواکونو ته د روان اپرېل میاشت په نیمايي کې تسلیم شوی سجاد مهمند نومېږي.

ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د ازادي راډیو مشال څانګې سره په تماس کې دا تائید کړه چې د دې ډلې ویاند د پاکستان پوځ ته تسلیم شوی دی.

خو د جماعت‌الحرار وسله‎والې ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه تبصره نه‎ده کړې.