د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان مخکېني ویاند او د اوسنۍ جماعتالاحرار وسلهوالې ډلې یو مهم غړی احسانالله احسان پوځ ته تسلیم شوی دی.
د پوځ د مطبوعاتي دفتر مشر مېجر جنرال اصف غفور د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ ښار کې یوې خبري غونډې ته چې پاکستان کې یې د روانو پوځي عملیاتو په اړه پهکې د معلوماتو ورکولو پر مهال له پاکستانه د ترهګرۍ د ریښو اېستل لومړیتوب وباله ویېویل چې په دې لړ کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
جنرال غفور پاکستان کې د روانو پوځي عملیاتو د یادونې تر څنګ د تحریک طالبان پاکستان د مخکېني ویاند او د جماعتالاحرار وسلهوالې ډلې د یوه مهم قوماندان احسانالله احسان په اړه وویل چې هغه څان پوځ ته سپارلی او په خبرهیې چې هغه اوسمهال د پوځ په ولکه کې دی.
نوموړي پوځ ته د احسانالله احسان تسلیمېدل ستر پرمختګ وباله او ویېویل چې په راتلونکي کې به نور وسلهوال هم ځان پوځ ته وسپاري.
دی زیاتوي:
"که غلط کار کوونکو ته دا احساس وشي چې هغه پر غلطه لار دی او غواړي چې سمې لار ته راشي، نو زما په خیال د ریاست تر دې ستره بریا بله نهشته. نو په دې لړ کې زه غواړم چې له تاسو سره دا شریک کړم چې د تحریک طالبان پاکستان او جماعتالاحرار ویاند احسانالله احسان ځان پوځ ته سپارلی دی. دا یوازې نهدی، بلکې په راتلونکي کې به وګورئ چې دا ډول نور اطلاعات به هم تاسو سره شریک کړو."
احسانالله احسان د تحریک طالبان پاکستان مخکېنی ویاند و چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر حکیمالله محسود تر وژلو وروسته د جماعتالاحرار وسلهوالې ډلې ویاند او مهم غړی شو.
د رسنیو د راپورونو له مخې جماعتالاحرار وسلهوالې ډلې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د هغو خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې لسګونه کسان پهکې وژل شوي.
خو د پاکستاني پوځ ویاند دا ونهویل چې احسانالله احسان کله او په کوم ځای کې ځان پوځ ته سپارلی او په دې اړهیې نور تفصیلات هم ورنهکړل.
د پوځ ویاند پاکستان او قبایلي سیمو کې یې د روانو پوځي او رد الفساد تلاشي عملیاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې په دغو عملیاتو کې یې تر دې دمه ګڼ شمېر مشکوک کسان، وسلې او باروتي مواد نیولي دي.
اصف غفور د ردالفساد عملیاتو د یادونې په لړ کې همداشان وویل چې دغو عملیاتو کې یې زرګونه غیر راجستر افغان کډوال هم نیولي دي.
د پاکستان پوځ دې وروستیو کې په پاکستان او قبایلي سیمو کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د رد الفساد په نوم تلاشي عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو کې بیا بیا تور لګولی چې د جماعتالاحرار وسلهوال په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي، خو افغانستان دا تورونه رد او بېبنیاده بللي دي.
ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د ازادي راډیو مشال څانګې سره په تماس کې دا تائید کړه چې د دې ډلې ویاند د پاکستان پوځ ته تسلیم شوی دی.
خو د جماعتالحرار وسلهوالې ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
راپور: ذبیح مومند