د بغلان د ملي اردو د همغږۍ مرکز قوماندان کندز کې د وسلهوالو طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
د کندز د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سفر محمد اکبري ازادي راډيو ته وویل چې تورن جنرال عبدالحی عطایي نن له غرمې وړاندې د کندز خاناباد ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
نوموړي وویل چې ښاغلی عطایي له تخاره بغلان ته په لاره و چې د کندز خاناباد ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو له کمین سره مخ شو او د هغه یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.
خو وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.