حاجي اغا: د حیرتان له لارې واګونونو کې صادرات نه‌کېږي

د متشبثینو عالي بورډ مسؤلین وایي چې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته د واګونونو په وسیله د نورو هېوادونو واردات راځي خو له افغانستان څخه صادرات نه‌کېږي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغې مسئلې سوداګر له ستونزو سره مخ کړي او د دغه بندر له لارې اوس‌مهال صادرات په کښتیو او موتړو کې کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه موضوع موږ په وار وار له دولت سره شریکه کړې له بده‌مرغه ورته پام نه‌دی شوی."

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل د رېل پټلۍ له لارې نورو هېوادونو ته د صادراتو په هدف تفاهم‌لیک لاسلیک شوی او د نظرپوښتنې لپاره ازبکستان ته لېږل شوی دی.

قوقندي ډاډ ورکوي چې په نېږدې ورځو کې د حیرتان بندر د رېل پټلۍ له لارې نورو هېوادونو ته صادرات پیلېږي.