د ترکیې د انتخاباتو مرکزي کمېټې ویلي چې د اپرېل ۱۶مې نېټې ټولپوښتنې نتیجه چې ولسمشر رجب طیب اردوغانیې زیات واکونه ورکړي د منلو وړ ده.
د دې کمېټې رئیس سعدي ګوین نن وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د ترکیې د رژیم اصلي مخالف ګوند د خلکو جمهوریت ګوند د ګډوډیو تور لګولی او ویلي یې دي چې بېټاپه شوې رأی پاڼې کار شوې دي.
د ترکیې د انتخاباتو مرکزي کمېټې اعلان وکړ چې د اپرېل ۱۶مې په ټولپوښتنه کې چې د اساسي قانون د تعدیل لپاره وشوه رجب طیب اردوغان ته ۵۱ اعشاریه درې فیصده خلکو مثبته رأیه ورکړه.
د دې ټولپوښتنې په نتیجه کې ولسمشر د دې حق لري چې تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې په واک کې پاتې شي او همیې په بېلابېلو برخو کې واکونه زیات شي.
د صدراعظم مرستیال محمت سیمسک ویلي چې د ټولپوښتنې له نتیجې وروسته سمدستي انتخابات نهکېږي.
داسې ګنګوسې وې چې اردوغان به له ټولپوښتنې وروسته سمدستي د انتخاباتو غږ کوي او په دې ترتیب به له خپلو زیاتو شویو واکونو استفاده پيلوي.
اردوغان پرون ناوخته خپلو پلویانو ته په وینا کې له ترکانو مننه وکړه چې د هغه په خبره د رأی مرکزونو ته په ورتلو یې خپله ملي اراده څرګنده کړه.
هغه وویل چې تر ټولو مخکې به د اعدام د سزا د بیا راوړلو په مسلې بحث وکړي هغه څه چې له اروپايي ټولنې سره د ترکیې د یوځای کېدو غوښتنه په اتومات ډول بنده کړي.