د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اراده دې نهازمويي.
مرستیال ولسمشر وویل چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو او میزایلو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه موجود دي.
مایک پنس د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سوریه او افغانستان کې د امریکا وروستي پوځي اقدامات "زموږ د نوي ولسمشر ځواک او اراده" په ډاګه کړه.
ښاغلي پنس زیاته کړه:
"یوازې تېرو دوو اوونیو کې په سوریه او افغانستان کې په پوځي اقداماتو سره نړۍ زموږ د نوي ولسمشر قدرت او عظم ولید. شمالي کوریا باید د هغه اراده او یا هم سیمه کې د متحده ایالاتو د وسلهوال پوځ قدرت ونهازمويي."
متحده ایالاتو روانه میاشت سوریه کې د بشارالاسد د رژیم یوه هوایي اډه بمبار کړه او همیې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې پټنځای په تر ټولو لوی غیر اټمي بمب وویشت.
جنوبي کوریا ته مایک پنس په داسې حال کې سفر کوي چې د شمالي کوریا د میزایلو د ناقانونه پروګرام په سر مخالفتونه اوج ته رسېدلي دي.