ولسي جرګه: د ننګرهار د اچین پېښه دې هر اړخیزه وڅېړل شي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي اړوندو کمېسیونونو ته دنده وسپارله چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د نن ورځې د جرګې مشري يې کوله وویل چې ننګرهار د امریکا د تر ټولو لوی غیر اټمي بم کارول خلکو ته بېلابېلې اندېښنې راپیدا کړې دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکا په دغه بمبار کې د داعش د جګپوړو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې لسګونه غړو ته تلفات اوښتي دي.