پر اساسي قانون د څار کمېسیون رئیس خپلې دندې ته دوام ورکوي

د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کولو د څار خپلواک کمېسیون رئیس وايي، خپلې دندې ته دوام ورکوي.

محمد قاسم هاشمزي نن ازادي رادیو ته وویل، کومه اعلامیه چې د ده د لیرې کېدو په اړه خپره شوې ده غیر قانوني ده.

دی زیاتوي:

"کومه اعلامیه چې په دې اړه دوی ورکړې د قانون خلاف ده، زه په خپل ځای کې یم او قانون اجازه نه‌ورکوي چې څو غړي سره یوځای شي او خپل مشر له دندې لیرې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسیون په خپلې یوې اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلی محمد قاسم هاشمزی د کمېسیون د غړو د رأیو له مخې، له دندې لیرې شوی دی.

ښاغلي هاشمزي دا هم وویل چې د کمېسیون غړي د قانون له مخې دا واک نه‎لري.