اردوغان د خپل هېواد لپاره پر یوې تګلارې کار پيل کړی

رجب طیب اردوغان له ټولپوښتنې وروسته د خپل هېواد لپاره پر یوې تګلارې کار پيل کړی خو مخالفینو یې د هغه په وړاندې د درېدو تکل کړی دی.

اردوغان چې په اساسي قانون کې د اتلسو مواردو د تعدیل په پرونۍ ټولپوښتنه کې بریالی اعلان شو تر ۲۰۲۹ میلادي کاله به په ولسمشرۍ کې پاتې وي او واکونه به‌یې تر پخوا زیات شي.

د اردوغان مخالفینو هغه ته د بې‌ساري واکونو له ورکولو سره مخالفت کړی او ناقانونه‌یې بللي دي.

د ترکیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون له اعلان سره سم اردوغان په ټولپوښتنه کې د ۲۴ اعشاریه ۹ میلیونه کسانو له‌خوا مثبته رأیه وګټله او په مقابل کې یې ۲۳ اعشاریه ۶ میلیونه کسانو منفي رأیه ورکړه.

اردوغان پرون ناوخته خپلو پلویانو ته په وینا کې له ترکانو مننه وکړه چې د هغه په خبره د رأیې مرکزونو ته په ورتلو یې خپله ملي اراده څرګنده کړه.

هغه وویل چې تر ټولو مخکې به د اعدام د سزا د بیا راوړلو په مسلې بحث وکړي هغه څه چې له اروپايي ټولنې سره د ترکیې د یوځای کېدو غوښتنه په اتومات ډول بنده کړي.