د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکمسټر نن اسلاماباد ته ورسېد او تمه ده په افغانستان کې د جګړې او له افغان مخالفو ډلو د اسلاماباد په احتمالي ملاتړ د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې وکړي.
دا د جنورۍ له شلمې چې ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه کار پیل کړ پاکستان ته د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.
ښاغلی مکمسټر پرون په کابل کې و او اسلاماباد یې وهڅاوه چې د افغان جګړې د غځولو لپاره دې له طالبانو ملاتړ نهکوي.
پاکستان له وسلهوالو مخالفو ډلو ملاتړ رد کړی او افغانستانیې تورن کړی چې مخالفینو ته اجازه ورکوي څو پاکستان ته واوړي او حملې ترسره کړي.
د اسلاماباد په وړاندې د امریکا د دریځ د احتمالي سختولو د نښې په توګه مکمسټر د جنوبي اسیا د مسایلو د څېړلو لپاره د یوه څېړنیز مرکز غړې لیزا کورټس په دنده ګمارلې ده.
مېرمن کورټس په فبروري کې یوه شریکي مقاله لیکلې وه چې پهکې په واشنګټن غږ شوی و څو "په سیمه کې د ترورېزم د دوام د مرستندویه پالېسیو په خاطر په پاکستان فشارونه زیات کړي."