عبدالله: د نظام او ادارې د کمزورۍ یو لامل اداري فساد دی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اداري فساد موجودیت د دې لامل شوی چې له شته ظرفیتونو مناسبه ګټه وانه‌خیستل شي.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا له غونډې مخکي رسنیو ته وویل چې په دې برخه کې د اصلاحاتو لپاره د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړل شوی.

ښاغلی عبدالله زیاتوي:

"موږ ټول په دې پوهېږو د نظام او ادارې د کمزوري کېدو یو لامل چې موږ ونه‌شوی کړای چې له ټولو وړتیاوو او هغه ظرفیت څخه چې موجود دی استفاده وکړو هغه زموږ په لیکو کې د اداري فساد موجودیت دی."

ښاغلي عبدالله د امریکا ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار «اچ، ار» مک‌مسټر سره د تېرې ورځې کتنه یو مهم ګام یاد کړ او هغه‌يې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د دوام لپاره مهم وګڼه.

مک‌مسټر له افغان چارواکو سره په کتنه کې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.