مظاهره‌چیان: د ولسي جرګې قانوني دوره بشپړه شوې

د کابل یو شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو د ولسي جرګې د کاري مودې د غځېدو په تړاو نن د ملي شورا له ودانۍ سره مظاهره وکړه.

دغو مظاهره‌کوونکو د تندو شعارونو په ورکولو سره وویل چې د ولسي جرګې قانوني دوره بشپړه شوې ده او دا مهال دوی په غیر قانوني ډول خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

مظاهره‌کوونکو په نمایشي ډول د ملي شورا دروازه هم وتړله.

دغو مظاهره کوونکو همدارنګه له حکومت څخه وغوښتل چې ډېر ژر د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ويلي هڅه کوي چې ژر تر ژره د انتخاباتو نېټه مشخصه کړي.