بارک: د ارزګان پوهنتون استادانو کمښت سره مخ دی

د ارزګان دولتي پوهنتون د استادانو له کمښت سره مخ شوی دی.

د دغه پوهنتون سرپرست رئیس محمد نصیر بارک نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پوهنتون د هرې څانګۍ لپاره یوازي دوه یا درې استادان لري.

ښاغلي بارک له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د یادې ادارې تشکیل دې ورزیات کړي ترڅو وکولای شي ټولې تدريسي چارې په اسانۍ سره مخ ته یوسي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند فیصل امین هم دا مني چې د دغه ولایت د پوهنتون تشکیلات کم دي خو په وینا يې چې دوی پر یوه پلان کار کوي چې له مخې به‌یې شته ستونزې هوارې شي.