عراقي چارواکي وايي، د موصل په روانه جګړه کې د داعش وسلهواله ډله "د زهري کیمیاوي موادو" پر کارولو تورنه کړې ده.
له دې سره په یو وخت د عراق چارواکو ویلي، د دې کیمیاوي موادو د کارولو اغېزې کمې وې او په موصل کې د داعش پر ضد عملیات دوام لري.
د عراق د ګډو عملیاتو قوماندانۍ پرون وویل:
"د داعش ترهګرو د عراقي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره له کیمیاوي موادو استفاده کړې خو د دې اغېزې ډېرې محدودې وې."
جنرال یحیی رسول د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس ته ویلي، شپږ سرتېرو یې تنفسي ستونزې پیدا کړې وې خو په یو سیمهییز روغتون کې یې درملنه وشوه.
له دې سره په یو وخت د عراق فدرالي پولیسو چې د موصل عملیاتو کې برخه لري، د روېټرز خبري اژانس ته ویلي پر دولتي ځواکونو د داسې راکټونو بریدونه شوي چې کیمیاوي مواد پهکې وو.
چارواکي وايي، دا بریدونه د عَروبه او بابِ جدید په سیمو کې شوي دي.
د داعش وسلهوالو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د موصل ښار ونیوه.
دا مهال عراقي ځواکونه چې د امریکا د هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره دی هڅه کوي چې موصل کې د دوه زرو په شااوخوا کې د داعش وسلهوال وځپي.