د روسیې یوه پارلماني پلاوي پرون یکشنبه په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا، شاه سلمان بن عبدالعزیز سره د سوریې د جګړې په اړه خبرې وکړې.
د روسیې د پارلمان د فدرالي شورا مرستیال الیاس اوماخانوف له پاچا سلمان سره تر کتنې وروسته، د روسیې خبري اژانس تاس ته وویل چې سوریه کې د بشارالاسد د رهبرۍ پر راتلونکي هم غږېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې پاچا سلمان او د روسیې د پارلمان د فدرالي شورا مشره ولنتینا ماتینکو سوریه کې د بشارالاسد د واکمنۍ د راتلونکي په اړه مخالف نظرونه لري.
خو دواړو خواوو د خپلو دریځونو د نېږدې کولو لپاره د خبرو او مشورو پر دوام ټینګار کړی دی.
سعودي عربستان او غربي دولتونه وايي چې سوریه کې د بحران د سیاسي حل لپاره باید بشارالاسد له واکه لیرې شي.
خو د روسیې حکومت د بشارالاسد ملاتړ کوي او له واکه د هغه د لیرې کېدو په اړه د امنیت شورا څو پرېکړهلیکونهیې ویتو یا رد کړي دي.