پاپ فرانسېس سوریه کې د روان قتل او وحشت د پای لپاره دعا وکړه

د کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس پرون یکشنبه د عیسویانو د اختر "ایستر" په مناسبت په مراسمو کې په سوریه کې د روان قتل او وحشت د پای ته رسېدو لپاره دعا وکړه.

پاپ هغو خلکو ته هم دعا وکړه چې د جګړې، قحطۍ او سیاسي ناکراریو له امله کړېږي.

پاپ فرانسېس د دعا په دې مراسمو کې د سوریې د کړکېچ په اړه زیاتې خبرې وکړې خو له اوکراین، عراق، یمن او په افریقا کې د یو شمېر جنګ ځپلو هېوادونو یادونه‌یې هم وکړه.

پاپ فرانسېس وویل:

"خدای دې په دې برکتي ورځو کې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې سوریه کې د ملکي خلکو د ژغورلو هڅې کوي. ګرانه، شهیده سوریه! د سوریې خلک د جګړې قرباني شوي دي. په هغې بُزدلانه حمله کې چې پر هغو خلکو وشوه چې له جګړې د تېښتې په حال‎ کې دي، حمله وشوه او ګڼ شمېر خلک په‎کې زخمیان او ووژل شول."

پاپ فرانسېس د نړۍ له رهبرانو غوښتنه وکړه چې د سولې پیغام واوري، د جګړې د پراختیا مخنیوی وکړي او د وسلو سوداګري بنده کړي.

"ایستر" یا "فصح" د مسیحیانو له سپېڅلو اخترونو دی.